د بې‌ځایه شویو افغان کډوالو په اړه د بشري حقونو اندېښنه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په سلو کې ۳۰ افغانې ښځې او کوچنیان د کډوالۍ په وخت کې له زور زیاتي سره مخامخ شوي دي.

د کمېسیون په یوه راپور کې چې پرون دوشنبه د اکټوبر ۸مه خپور شوی، ویل شوي چې ډېر افغانان د مهاجرت پر مهال، په ځانګړي ډول له بهرنیو هېوادونو شړل شوي کډوال وهل شوي، توهین شوي او حتی جنسي زیاتی ورسره شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان دا راپور له ۷۶۰ افغان کډوالو سره د مرکو پر بنا برابر شوی دی.

په دې کسانو کې ۳۷۰ هغه افغان کډوال دي چې له پاکستانه، ۳۴۰ له ایرانه او ۱۳ تنه له اروپايي هېوادونو او امریکا افغانستان ته ستانه شوي یا په جبراً، افغانستان ته استول شوي دي.