امریکا وايي د وروستۍ ټرافیکي پېښې د موټر مالک پاکستانی دی

د امریکا پولیس وايي، د پرستیژ لیموزین شرکت چې یوه لیموزین موټر يې د اکټوبر په ۶مه، په نیویارک ایالت کې ټکر شو چې له امله‌یې ۲۰ تنه ووژل شول، مالک په خټه پاکستانی دی.

د پولیسو په وینا، د پرستیژ لیموزین شرکت په موټر کې ۱۷ تنه سپاره و چې د سالګرې یا کلیزې د لمانځلو مراسمو ته روان وو او په ټکر کې ټول وژل شوي دي.

د نیویارک پولیس نه‌پوهېږي چې موټر چلوونکی ولې د ټرافیک سرې اشارې ته نه‌دی درېدلی او ولې یې پر یوه شېوه سړک سرعت زیات کړی دی.

په پېښه کې موټر چلوونکی او ۲ نور وګړي هم وژل شوي دي.

دا په امریکا کې له ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې تر ټولو خونړی ټکر بلل شوی دی.

پولیسو ویلي چې ټکر شوی لیموزین موټر د پرستیژ لیموزین شرکت و.

د پولیسو په وینا، د پرستیژ لیموزین شرکت مالک، شاهد حسین د مشکوکو ترورېستانو په اړه د معلوماتو راغونډولو لپاره د حکومت مخبر و او اوس‌مهال په پاکستان کې دی.

دا لا نه‌ده معلومه چې شاهد حسین به له وروستۍ پېښې سره په تړاو عدلي ادارو ته معرفي شي که نه.

د اسوشيټېد پرس په حواله، شاهد حسین د سپټمبر د ۱۱مې تر ترورېستي حملې وروسته په امریکا کې د قانون د حاکمیت له ادارو سره د مشکوکو ترورېستانو په موندلو کې همکاري او په امریکا کې د ترورېستي حملو په مخنیوي کې مرسته کړې وه.

د اسوشیټېد پرس په وینا، د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې د شاهد حسین په اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.