د اوکراین د پلازمېنې کيف ختیځ لور ته په ۱۸۰ کېلو مترۍ کې د وسلو او چاودېدونکو موادو په یوه ډیپو کې چاودنه شوې ده.
اوکرایني چارواکو ویلي چې د چاودنې د سیمې له نږدې ځایونو تر ۱۰ زره زیات خلک له خپلو کورونو او سیمو امن ځایونو ته ایستل شوي دي.
چارواکو ویلي چې د چاودنې له امله چا ته ځاني تاوان لا نهدی رسېدلی.
د اوکراین د بېړنیو حالاتو ځانګړې ادارې نن سې شنبه په یوه بیان کې ویلي چې د چاودنې د سیمې په شااوخوا ۳۰ کېلو متره ساحه کې یې د الوتکو د مصونیت لپاره خپل هوايي حریم بند کړی دی.
د اوکراین د حکومت د بیان پر اساس نن د سهار په ۳ نیمو بجو د دفاع وزارت په شپږم نمبر ډیپو کې چې تقریباً ۷۰۰ هکټاره ځمکهیې نیولې، چاودنه وشوه.
د اوکراین صدراعظم ولادیمیر هروسمن او د وسلهوالو ځواکونو قوماندان ویکټور موژینکو د پېښې ځای ته تللي دي.
تېر کال په مارچ میاشت کې هم د اوکراین مرکزي ښار کیف ته نږدې د وسلو په یوه ډیپو کې چاودنه وشوه چې ۲۰ کسانیې له خپلو سیمو بېځايه کېدو ته اړ کړل او د چاودنې له ځایه په تقریباً ۲۰ کېلو متره واټن کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ بلل شوی و.