په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن اسلاماباد ته ورسېد.
خلیلزاد نن سې شنبه له کابله اسلاماباد ته تللی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت نن په یوه بیان کې ویلي چې خلیلزاد به د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې له بهیر سره همکاري وکړي.
زلمی خلیلزاد به سیمې ته په دې سفر کې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم ولاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر په ۳مه په دې اړه په یوه بیان کې وویل چې د خلیلزاد هڅې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له پروسې سره همکارۍ ته د امریکا تعهد څرګندوي.
دا لا نهده څرګنده شوې چې خلیلزاد به له کومو پاکستاني چارواکو سره وګوري، خو د اسوشیټېډ پرس په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سرهیې د کتنې امکان ډېر او ښايي د پاکستان د پوځ له مشر سره وګوري.