د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، د افغانستان د مڼو صادرات پاکستان ته درول شوي دي.
د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان په دې بهانه چې د افغانستان له لارې ایرانۍ مڼې پاکستان ته صادرېږي د مڼو په صادراتو بندیز لګولی دی.
دی وايي اوسمهال په هېواد کې د مڼو د حاصلاتو د اخیستو وخت دی او که دغه لارهيې د صادراتو پر مخ خلاصه نهشي نو د سوداګرو تر څنګ به د دې هېواد بزګران هم له لوی اقتصادي زیان سره مخ شي.
مڼې د افغانستان له مهمو صادراتو بلل کېږي چې هر کال پاکستان ته له یو لک ټنو ډېرې صادرېږي.