زلمی خلیل‌زاد نن اسلام‌اباد ته ورسېد

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن اسلام‌اباد ته ورسېد څو د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو لپاره د پاکستان له نوي حکومت څخه مرسته وغواړي.

په کابل کې د امریکا سفارت نن سهار په یوه بیان کې د دې سفر خبر ورکړ.

تمه ده چې ښاغلی خلیل‌زاد به په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په ترڅ کې پر پاکستان سربېره متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم ولاړ شي.

خلیل‌زاد خپل سفر د اکټوبر په ۴مه نېټه پیل کړ او لومړی کابل ته ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د خلیل‌زاد دنده به د امریکا د هغو هڅو تنظیمول وي چې غواړي طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي.