د پیسو د نړیوال صندوق یو مقام وايي چې د پاکستان حکومت د مالي مرستې د اخیستو لپاره دې نړیوالې مؤسسې ته مراجعه نهده کړې.
د پاکستان د مالیې وزارت پرون دوشنبه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې نوی حکومت به له «IMF» سره د بېړني پور د ترلاسه کولو په اړه خبرې پیل کړي، څو د دې پیسو په مرسته د خپلو پورونو د پرې کولو په بیلانس کې بحران هوار کړي.
بیان زیاتوي، صدراعظم عمران خان د مالیې وزیر ته لارښوونه کړې چې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د «IMF» او نړیوال بانک په کلنۍ غونډه کې د «IMF» له چارواکو سره خبرې وکړي.
د «IMF» اقتصادي مسؤل موریس اوبسټفېلډ چې نن سې شنبهیې په بالي کې د پیسو د نړیوال صندوق د کلنۍ غونډې پر مهال په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، همداراز یادونه وکړه چې له چین سره همکاري د پاکستان لپاره هم مالي ګټې او هم خطرونه لري.