د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، سعودي عربستان مسؤلیت لري چې خپله هغه ادعا ثابته کړي چې وايي تری تم شوی سعودي خبریال په استانبول کې د دې هېواد له قونسلګرۍ څخه وتلی دی.
جمال خاشُقجي چې له واشنګټن پوست ورځپاڼې سرهیې همکاري کوله، د اکټوبر په دوهمه نېټه دې قونسلګرۍ ته ورغلی و چې له خپلې ترکۍ ملګرې سره د واده کولو لپاره ځیني سندونه ترلاسه کړي.
د ترکیې د چارواکو په باور خاشُقجي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی، خو دغه ادعا سعودي عربستان رد کړې او ویلي یې دي چې دغه خبریال د قونسلګرۍ له ودانۍ وتلی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې له هنګري څخه د کتنې پر مهالیې د دوشنبې په ورځ د دغې قضیې په اړه څرګندونې کولې وویل چې سعودیان په دې خبرې سره چې هغه له قونسلګرۍ وتلی، ځان نهشي ژغورلی.
اردوغان د هنګري له صدراعظم وېکتور اوربان سره په بوداپست کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دوی هلته ډېرې کمرې لري که هغه له ودانۍ وتلی وي ولې دا نهشي ثابتولای.
موږ به له دې مسئلې لاس وانهخلو.
د ترکیې ولسمشر دغهراز وویل چې د ترکیې پولیس، د استخباراتو او د قضایي ادارو چارواکي په دې اړه څېړنه کوي.
اردوغان زیاته کړه چې د ده سیاسي او انساني مسؤلیت دی چې دغه قضیه حل کړي.