چارواکي وايي چې په کندهار او ارزګان کې یې په بېلابېلو عملیاتو کې وسلهوالو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسی وایي، دا عمليات د کندهار په خاکرېز او د ارزګان په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځمکنیو او هوايي ځواکونو له لوري ترسره شوي چې پهکې ۱۱ وسلهوال وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.
عيسی وویل چې په دې ۲۴ ساعته عملياتو کې د وسلهوالو يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نوموړي په ترسره کړو عملياتو کې د امنیتي ځواکونو د زيان په اړه څه ونهویل.
طالب وسلهوالو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.