ولایتي شورا: د میدان وردګ په سیداباد کې ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي

د میدان وردک ولایتي شورا وايي د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د دغې شورا مسؤلین وایي چې وړمه شپه پر سیداباد ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.

دوی زیاتوي چې د یاد برید پر مهال وسله‌والو طالبانو د یادې ولسوالۍ ۸ تنه ملکي کارکوونکي هم ژوندي له ځان سره بیولي دي.

ولایتي شورا زیاتوي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوس هم له وسله‌والو طالبانو سره ده.

د دغه ولایت امنیتي مسؤلین بیا وايي، د یادو بریدونو پر مهال ۲۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او دغه‌راز د دغې ولسوالۍ د قوماندان په ګډون، ۶ افغان سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا تېره ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته ویلي وو چې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۱۴ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.