چین: د انټرپول له پخواني مشر "مینګ" څخه تحقیقات کېږي

د چین حکومت تأیید کړې چې د انټرپول پولیسو د پخواني چینايي مشر مینګ هانګوی څخه د بډو اخیستو او نورو نامعلومو جرمونو په خاطر تحقیقات کېږي.

د چین د عامه امنیت وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، له مینګ هانګوی د رشوت د اخیستو او ورکولو او له قانونه د نورو مشکوکو سرغړاویو په خاطر تحقیقات ډېر په وخت او په بشپړه توګه سم ترسره کېږي.

د مینګ د تري تم کېدو په اړه وروسته له هغې چې د فرانسې له لیون ښار څخه‌یې د سپټمبر په ۲۵مه چین ته سفر کاوه، راپورونه ورکړل شول.

په لیون ښار کې د انټرپول یا نړیوالو پولیسو مرکزي دفتر دی.

د مینګ د ځای ځایګي په اړه له څو ورځو اوازو وروسته د یکشنبې په ورځ د چین د فساد ضد ادارې په یوې انلاین خبرپاڼې کې وویل:

"نوموړی دا مهال له قانونه د سرغړاویو په خاطر تر تحقیقاتو لاندې دی."

د همدې ورځې په ناوخته انټرپول پولیسو وویل چې مینګ خپله استعفا سپارلې چې سمدستي عملي ده، خو نور جزئیات‌یې نه‌و ورکړي.