د افغانستان د مشرانو جرګې د حقوقي څار او تقنیني چارو کمېسیون وايي، د ځينو حکومتي چارواکو لهخوا حکومت ضد څرګندونې له دښمن سره مرسته کوي.
د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال لهخوا یو ځل بیا حکومت ضد څرګندونو د افغانستان د ملي شورا د ځينو غړو او حقوقپوهانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د مشرانو جرګې د حقوقي څار او د تقنیني چارو کمیسیون وايي، حکومتي چارواکي باید د قانوني احکامو په نظر کې نیولو پرته څرګندونې ونهکړي.
د یاد کمېسیون مشر غلام محيالدین منصف د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۶» ازادي راډيو ته وویل، د حکومت له دننه حکومت ضد څرګندونې ذهنونه مغشوشوي او ډېرې منفي اغېزې لري.
دی وایي:
"هغه کسان چې په حکومت کې کار کوي، هغه که په لوړو او که په ټيټو څوکیو دي، باید د حکومتي پایو د ټينګولو هڅه وکړي، خو داسې څرګندونې لکه استاد محققيې چې کوي، د هېوادوالو په ذهنونو منفي اغېز کوي او که ترې ډډه وشي، ډېر ښه کار به وي."
دا غبرګونونه داسې مهال راڅرګندېږي چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال تېره ورځ یو ځل بیا تور پورې کړ چې حکومت په افغانستان کې د جګړې د تېزېدو په هڅه کې دی.
محمد محقق ویلي، د مهمو کارونو پر ځای د حکومت مشران دا وخت د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو سره په بلخ، کندز او مرکزي سیمو کې په زور ازمایلو لګیا دي.
د رسنیو لهخوا په خپاره شوي بیان کې محقق د میدان وردګ د سیداباد په ولسوالۍ کې د طالبانو د وروستۍ حملې له کبله هم د حکومت په سیاستونو سخت انتقاد کړی دی.
هڅه مو وکړه چې ډېر وخت په حکومت د ده د انتقادونو په اړه په دغه راپور کې د ښاغلي محقق نظر هم ولرو، خو بریالي نهشوو.
محقق له دې وړاندې هم تر ډېره د حکومت په سیاست او شخصاً په ولسمشر غني سخت انتقادونه کړي.
نوموړي نهیوازې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال دی، بلکې د لوی ملي ائتلاف مطرح غړی هم دی.
ده تېر کال په ایران کې په یوه غونډه کې هم د حکومتي پالېسۍ ضد داسې څرګندونې کړې وې چې وروسته بیا ولسمشرۍ ماڼۍ د ده د څرګندونو د پلټنو امر وکړ، خو معلومه نهشوه چې یاده مسئله کوم ځای ته ورسېده.
د محمد محقق لهخوا د حکومت ضد بیا بیا څرګندونو سره د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر نجیبالله کابلي ادعا کړې چې محقق په دا ډول پاروونکو څرګندونو غواړي چې د ایران د ګټو په خاطر په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لمن ووهي.
خو دا ادعا د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال لهخوا رد شوې ده.
خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا د ښاغلي محقق دنده لامل شوې چې دغه ډول څرګندونې يې تعقیب نهشي، کنه په حقوقي لحاظ نوموړی د انتقاد حق لري؟
د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباحيې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د جزا په کوډ کې هغه څوک چې د حکومت په ضد خلک راپاروي، جرم ګڼل کېږي او جزا هم لري، دا څرګندونې جرمي بڼه هم لري، انتقادونه که کېږي، هغه هم خپلې قانوني لارې لري او دا د مدني ټولنو او خلکو حق دی چې حکومت متوجې کړي."
ښاغلی مصباح وايي، د نړۍ په سیاسي، اخلاقي او منطقي قاموس کې هم داسې څه نهشته چې یو لوړپوړی حکومتي چارواکی دې بیا بیا حکومت وګواښي او پرې دې انتقادونه وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ