افغان ولسمشر د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره لیدلي

افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره لیدلي.

د ارګ ماڼۍ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو پرون ماښام په ارګ ماڼۍ کې ولیدل او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تأمین پر لارو وغږېدل.

د بیان له مخې ولسمشر غني د سولې د پروسې د بریالیتوب او د امنیت د ټینګښت په هدف د افغان حکومت له هڅو یادونه کړې ده.

په مقابل کې زلمي خلیل‌زاد هم چې تازه‌یې خپله دنده پیل کړې سوله‌یې یوه مقدسه پروسه بللې او ویلي یې دي چې په دې پروسه کې به د امریکا حکومت او خلک له افغان حکومت او خلکو سره یو لاس وي.

د راپورونو پر اساس زلمی خلیل‌زاد د شنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې و او تمه ده کوېټ او دُبۍ ته هم د افغان سولې د پروسې د هڅو د ارزونې په هدف سفرونه وکړي.