د فارياب ولايت چارواکي وايي، افغان قواوو د قاطع ملاتړ مأموريت په همکارۍ د فارياب-جوزجان د لارې ٦٠ کېلو متره برخه له وسلهوالو طالبانو تصفيه کړه.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند کريم يورش پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:
"دوى اوس په دولتاباد او شيرين تګاب ولسواليو کې دي، د لويې لارې په تصفيه او پرانیستلو بوخت دي. د دښمن پر مرکزونو په هوايي حملو مصروف دي."
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، دغه بهرني ځواکونه د افغان پوځيانو د ملاتړ لپاره له بلخ ولايت څخه ورغلي دي.
د ده په خبره تر پرون پورې د تصفيې په عملياتو کې ١٧ وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسلهوالو طالبانو بيا د ٨ سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.