په ننګرهار کې د مرواريد کانال د جوړونې تړون لاسليک شو

په ننګرهار ولايت کې د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړونې تړون لاسليک شو.

د ننګرهار والي حيات‌الله حيات نن په يوه کنفرانس کې وويل، د دغه تړون په مرسته به د کانال په دوهم فاز کې د بيارغونې ګڼې پروژې عملي شي.

ښاغلی حیات زیاتوي:

"دغه قرارداد تقريباً د دوو میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت دى. کارونه به‌يې په دوو کلونو کې بشپړېږي. په دغه کانال کې زابرونه، پلونه، پلچکونه، محافظتي ودانۍ شاملې دي چې د سيمې اوسېدونکو ته به د کار زمينه برابره شي."

د مرواريد کانال د بيارغونې دغه تړون له جاپاني شرکت «PMS» سره لاسليک شوى دى.

په ښېوې ولسوالۍ کې د مرواريد په نوم کانال چې ٢٤ کېلو متره اوږدوالى او ١١ متره بر يا سور يې دى، لومړۍ برخه‌يې په ٢٠٠٣ میلادي کال کې پرانیستل شوې وه.