دُرانی: په کندهار کې جګړې ۱۳ وسله‌وال او پنځه پوليس وژلي

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دُرانی

په کندهار کې د وسله‌والې جګړې په نتيجه کې ۱۳ وسله‌وال او پنځه پوليس وژل شوي دي.

چارواکي وايي، جګړه وروسته له هغې پيل شوه چې وسله‌والو تېره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په جهانګيري سیمه ډله‌ييز بريدونه وکړل.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دُرانی وايي، په سيمه کې له نورو ځايونو مرستندوىه ځواکونه ورسېدل.

دی زیاتوي:

"د سهار تر څلورو بجو وتوانېدل ١٨ وسله‌وال ټپيان او ١٣ ووژني، په متقابل بريد کې ٣ سرحدي پوليس او ٢ ملي پوليس شهيدان شوي دي."

دُراني وویل چې وسله‌والو نن سهار خپل مړي او ټپيان د ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرښې ها غاړې ته اړولي دي.

طالب وسله‌والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.