د سعودي د يوه وتلي خبريال د برخليک په اړه اندېښنې زياتې شوي

جمال خاشقجي

د سعودي عربستان د يوه وتلي خبريال د برخليک په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

دى تېره سې شنبه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته له ننوتلو وروسته لادرکه شو.

په ترکيه کې ځينو سرچينو پرون ويلي، فکر کوي جمال خاشُقجي چې د سعودي د وليعهد شهزاده بن سلمان له منتقدانو و، ښايي په قونسلګرۍ کې وژل شوى وي.

يوه چارواکي چې نوم‌يې نه‌دى اخیستل شوى ويلي، دغه خبريال د سعودي عربستان د هغې ډلې له‌خوا وژل شوى چې په مشخص ډول د وژنې لپاره لېږل شوې وه.

خو په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ يوه چارواکي دغه تورونه بې‌اساسه وبلل او ويې‌ويل، د خاشقجي د ورک کېدو د څېړنې لپاره د سعودي يو امنيتي هيئت استانبول ته ورغلى دى.