د لاتويا په پارلماني ټاکنو کې يوه روس‌پلوه ګوند ډېرې رأیې ګټلي

د لاتويا په پارلماني ټاکنو کې يوه روس‌پلوه ګوند ډېرې رأیې ګټلې دي.

نهايي نتيجې ښيي چې د هماهنګۍ په نوم دغه ګوند د اقليت روسي ژبو ډېرې رأیې لاسته راوړي چې د پرونيو انتخاباتو څه کم ٢٠ فيصده رأیې کېږي.

د انتخاباتو چارواکو نن وويل، د دوو نورو پاپوليستي ګوندونو له جملې يوه ١٤،۱ فيصد او بل‌يې ١٣،۶ فيصده رأیې ګټلې دي.

د اروپايي ټولنې او ناټو طرفدار لېبرال ګوند په دغو پارلماني ټاکنو کې ١٢ فيصده رأیې ګټلي او په څلورم کتار کې راغلى دى.

د صدراعظم ماريس کوچينسکيس «Māris Kučinskis» په رهبرۍ د ښي اړخي حکومت په ائتلاف کې شاملو درېيو ګوندونو ماتې خوړلې چې په مجموع کې يې نږدې ٢٨ فيصده رأیې ګټلې دي.

د انتخاباتو چارواکي وايي، د انتخاباتو پر شرايطو د برابرو د ١،۹ میليونه کسانو له ډلې ٥٦،۶ فيصدو يې په دغو انتخاباتو کې برخه اخیستې ده.