عبدالله: اندونیزیايي چارواکي دې افغانستان کې پانګونه وکړي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایع خونې له چارواکو څخه غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم نن ازادي راډيو ته وویل، ښاغلي عبدالله په اندونیزیا کې جوړې شوې ناستې ته دغه شان ویلي چې اندونیزیا کولای شي چې په افغانستان کې د کانونو، قیمتي ډبرو، برښنا او زېربناوو په برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلی میثم وايي، د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ به د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لپاره په دواړو هېوادونو کې ځانګړي مارکېټونه هم جوړ شي.