د ميدان وردګ چارواکي وايي، د سيداباد ولسوالۍ امنيه قوماندان له ٦ نورو پوځيانو سره وژل شوى دى.
د والي وياند وايي، تېره شپه د دغې ولسوالۍ پر څو پوستو د وسلهوالو طالبانو لهخوا ډلهييزه حمله شوې وه.
عبدالرحمن منګل نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه ډلهييزه حمله په شا تمبول شوې ده:
"وضعيت په بشپړ ډول د دفاعي او امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دى. لويه لار هم د ټرافيکو پر مخ پرانیستل شوې ده. له بدهمرغه د دغو عملياتو په جريان کې د سيداباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال سيد نضراب شاه هاشمي له شپږو نورو ملګرو سره په شهادت رسېدلى او څلور نور کسان ټپيان شوي دي."
د والي وياند وايي، پهدې بريد کې وسلهوالو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيق شمېر يې معلوم نهدى.
عبدالرحمن منګل وايي، د کابل-کندهار لويه لار چې د دې جګړې له کبله د يوه ساعت لپاره تړل شوې وه، اوس بېرته د ټرافيکو پر مخ پرانیستل شوې ده.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه تبصره نهده کړې.