د غزني او پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغو ولایتونو ترمنځ د لویې لارې په بندېدو له ستونزو سره مخ دي.
دوی ازادي راډیو ته وویل، د پاخه سړک پر ځای پر خامه لارو تګ راتګ کوي، د یوه ساعت پر ځای په دوه درې ساعتونو کې رسېږي، خولې یې له خاورو ډکې او سخت تکلیف ورباندې تېرېږي.
بل لور ته په غزني کې نظامي چارواکي وايي، د دې لارې د خلاصون او د یاد سړک د بیا رغونې په هدفیې عملیات پیل کړي دي چې د «سینې» تر سیمې رسېدلي دي.
په زون کې د ملي اردو د ارکان رئيس روحالله په کوه باد سیمه کې خبریالانو ته وویل، وسلهوالو طالبانو د دې لارې له بندېدو وروسته نږدې پنځه کېلو متره پوخ سړک اړولی دی.
هغه زیاته کړه:
"د دې لارې له خلاصونه وروسته به پر دغه لاره د هوايي او ځمکني ځواکونو په ملاتړ له ۱۵ تر ۲۰ امنیتي پوستې واچوو، څو خلک په ارامه پرې تګ راتګ وکړي، طالبانو د عامو خلکو پر مخ دغه سړک ویجاړ کړی او خلکو تهیې زیان اړولی دی."
په دې اړه نور: د غزني اوسیدونکي د ملکي روغتون له خدماتو ناخوښ ديپه غزني کې د ملي اردو د ارکان رئیس ډګرمن حکیم خان هم وویل:
"عملیات د غزني اندړو ولسوالۍ د سينې تر سیمې رسېدلي او نور هم پر مخ روان دي، پهدې عملیاتو کې يې وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د غزني-پکتیکا دغه لاره څه باندې څلور میاشتې وړاندې هغه مهال وسلهوالو طالبانو وتړله چې د غزني پر اندړو ولسوالۍ یې ډلهییز بریدونه وکړل، خو عامو خلکو تهيې په خامه سیمو کې د تګ راتګ اجازه ورکوله.
راپور: حبیبالرحمن تأثیر