چارواکي: په کونړ کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښته شوې

د کونړ وټه پور ولسوالۍ د څپرې په سیمه کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې پکې د وسله والو ډلو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او په لسګونو کورنیو خپل کورونه پريښي چې اوس د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو ویاند محمد هارون یوسفزي ازادې راډیو ته د اسلامي دولت او اسلامې امارت ترمنځ د شوې جګړې د تلفاتو په اړه وویل چې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور يي ټپیان دي او په خبره یې چې د داعش درې تنه وژل شوي او څلور يې ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، په دغه جګړه کې یوه ماشومه وژل شوې او یو ماشوم ټپي شوی دی.

دغه نښته د تېرې چهارشنبې په ماسپښین پیل او د ۵ شنبې تر ماښامه یې دوام درلوده او ویل کېږي چې اوس هم هلته دواړو ډلو یو بل ته سنګرونه نیولي او هره شېبه د نوې جګړې د پيل کېدو وېره شته.

په کونړ کې د دغو دوو ډلو ترمنځ دا لومړۍ جګړه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم د چپې درې او د ماڼوګي ولسوالۍ به کلایګل او شوړیک کې هم جګړې شوي چې پکې دواړو خواو ته مرک ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه دواړو وسله والو ډلو د دغې شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.