د افغان سولې اړوند د خلیلزاد سفرونه څومره اهمیت لري؟

د نړیوالو چارو کارپو انتظار خادم وايي، د افغان سولې بهیر د بریالیتوب لپاره د خلیلزاد دا لس ورځنۍ سفر خورا زیات اهمیت لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل هغه هېوادونه چې د ښاغلي خلیلزاد د سفر په پلان کې شامل دي د افغانستان په وضعیت کې ښکېل دي.

له ښاغلي خادم سره یوسف خان ځدراڼ مرکه کړې او په سر کې يي پوښتلی چې په اوسني وخت کې د هغه دغه سفر ته په کوم نظر کتل کېدای شي.

Your browser doesn’t support HTML5

له انتظار خادم سره مرکه