د افغانستان په شمال کې د دوو کانونو د را ایستلو تړونونه لاسلیک شول.
په بدخشان ولایت کې د سرو زور او د بلخاب د مسو کانونو د را ایستلو تړونونه د اکټوبر په پنځمه د کانونو او پټرولیم د وزیرې او د یوه بهرني (سنتار لمیټد) شرکت ترمنځ په متحده ایالاتو کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شول.
په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت پر فېسبوک پاڼه په خپاره شوي خبر کې د افغانستان د کانونو د را ایستلو په برخه کې د دغو تړونونو لاسلیکول خورا مهم بلل شوي.
د خبر ځای په حواله، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي چې د خصوصي څانګې او افغان دولت په مشارکت سره به ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د معلوماتو له مخې، د دغه تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر همایون قیومي او د افغانستان د ښار او کور جوړولو پخواني وزیر سید سادات منصور نادري هم ګډون کړی و.