زلمي خلیل زاد به نن اسلام اباد ته ورسېږي

د پاکستان د کورنیو رسنیو په حواله، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا دبهرنیوچارو وزارت ځانګړی استازی، زلمي خلیل زاد به نن ، شنبه د اکټوبر ۶مه ، اسلام اباد ته ورسېږي.

دا خبر د پاکستان یوه خبري سایټPakistan Today پرون خپور کړ خو د کومي ځانګړې سرچینې نوم یې نه د اخیستی .

د امریکا دبهرنیوچارو وزارت د اکټوبر په ۳مه ، په یوه بیان کې وویل چې زلمی خلیلزاد افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ځي.

د خلیل زاد د لس ورځني سفر هدف په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو په اړه له ټولو خواو سره خبرې دي.

زلمی خلیل زاد د روان میلادي کال دسپټمبر په ۵مه نېټه هم د امریکا د بهرنیوچارو له وزیر پاکستان ته تللی و او د پاکستان ټوډې په حواله ، تېره اونۍ یې په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیوچارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

د پاکستان دبهرنیوچارو وزارت اسلام اباد ته د خلیل زاد د سفر په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.