شهباز شریف به نن د پاکستان د احتساب محکمې ته ودرول شي

په پاکستان کې د اپوزیسیون مشر، شهباز شریف به نن، شنبه د اکټوبر ۶مه ، د پاکستان د احتساب محکمې ته ودرول شي.

د شهباز شریف د نیول کېدو خبر پرون خپور شو.

شهباز شریف په پاکستان کې د مسلم لیګ نواز مشر او د پخواني صدراعظم ، نواز شریف ورور دی.

د پاکستان د احتساب ملي ادارې پرون په یوه بیان کې وویل چې شهباز شریف په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور نیول شوی دی.

خو مسلم لیګ نواز ګوند پر شهباز شریف لګېدلی تور رد کړی او یو سیاسي حرکت یې بللی دی.