د پاکستان حکومت د اکشن ایډ مرستندویه ټولنې او ۱۷ نورو خیریه بنسټونو ته امر کړی چې په دې هېواد کې خپل کارونه ودروي او له پاکستان څخه ووځي.
د اکشن ایډ موسیسې دا د بشري حقونو د هغو ډلو خلاف چې له بهره تمویلېږي د اسلام اباد تازه اقدام بللی دی.
اکشن ایډ چې مرکز یې په جنوبي افریقا کې دی، د تعلیم، بشري حقونو او بې وزلي د له منځه وړلو په برخو کې کار کوي.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، دوی ته تېر کال کې له پاکستان څخه د وتلو ویل شوي وو خو کله یې چې ددې حکم په اړه د استېناف غوښتنه رد شوه، اوس ورته د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا له پاکستان څخه د وتلو امر شوی دی.
اکشن ایډ په یوې اعلامیه کې ویلي، «د پاکستان د حکومت له خوا د اکشن ایډ په ګډون د نورو غیرې دولتي نړیوالو موسیسو تړل دغلته پر مدنې ټولنه، پوهانو او خبریالانو د اندېښنې وړ برید دی.»
د اکشن ایډ په وینا ددې اقدام سمدستي قربانیان هغه زرګونه عادي پاکستاني کورنۍ دي چې د دې مرستدویه ادارې په ملاتړ د خپلو حقونو ترلاسه کولو او د یو بهتره ژوند کولو هڅه کوي.
اکشن ایډ او نورې ۱۷ بهرنۍ مرستندویه سازمانونه د هغو ۲۷ خیریه ټولنو څخه وو چې تیر کال ورته له پاکستان څخه د وتلو امر شوی و، خو د اکشن ایډ په شمول یو شمیر له دوی څخه د پاکستان د حکومت پر دې پرېکړه د بیا غور غوښتنه کړې وه.
د دې سازمونونو ډېرو یې د بشري حقونو سره په تړلو مسلو کار کوي.
د دې سازمانونو د تړلو په یو امر کې یوه مرستندویه ټولنه د دولت ضد اجنډا په لرلو تورنه شوې ده.