د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې چاودنې درې کسان وژلي

د ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د بَرَک په نوم د مرستندویې موسسې په دفتر کې یوې چاودنې درې کسان وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل، دا کسان د ماین په چاودنه کې وژل شوي. د خوږیاڼي په وینا په چاودنه کې ۶ نور کسان ټپیان دي:

د چاودنې په پایله کې ۳ کسان شهیدان شول او ۶ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې ۴ مېرمنې دي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

خوګیاڼي زیاته کړه، تر اوسه لا معلومه نه ده چې په موسسه کې دننه دا ماین څنګه ځای پرځای شوی دی.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کوم کس یا ډلې نه دی منلی.