د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل وايي د افغان پوځ او پولیسو د تلفاتو زیاتیدل په افغانستان کې د دېره امریکايي او نړیوالو ځواکونو د نوي عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د پاملرنې لپاره خورا مهمه مسئله ده.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قرارګاه د افغان حکومت د غوښتنې له مخې په جګړو کې د سرتېرو د تلفاتو شمیر نه افشا کوي خو جنرال ووټل وویل، د جګړو په سږني موسم کې د افغان ځواکونو د تلفاتو شمیره ډېره لوړه وه.
ووټل چې پرون یې په پنټاګون کې خبریالانو ته څرګندونې کولې په سږني کال کې د افغان ځواکونو د تلفاتو د شمیر په اړه څه ونه ویل خو دومره یادونه یې وکړه چې افغان چارواکو ده ته ویلي چې د تلفاتو زیاتیدل دوی له خپلې لارې نه ګرځوي.
افغان ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې چې ډېره برخه نړیوال پوځیان له افغانستانه ووتل، د ټولو محاربوي عملیاتو مشري په غاړه واخیسته او د نړیوالو پوځیانو دنده تر سلامشورو او د سرتیرو تر روزنې پورې محدوده شوه.
له همغه وخته د امریکايي ځواکونو له ملاتړ سره سره د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پرضد جګړه کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوه.
جنرال ووټل وویل د افغان ځواکونو د تلفاتو وجه تر ډېره هغه ولاړ دفاعي تکتیکونه دي چې دوی له ستونزو سره مخامخ کوي.
نیویارک ټایمز:د شلو ورځو په ترڅ کې شاوخوا ۴۰۰ افغان سرتیري وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو په اړه د لویدیځو رسنیو راپورونه رد کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې لیکي و، چې د شلو ورځو په ترڅ کې شاوخوا ۴۰۰ افغان سرتیري وژل شوي.
د دفاع وزارت ویاند غفوراحمدجاوید د سه شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې راپور ارقام دقیق نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکو هم په دې وروستیو کې د افغان پوځیانو د تلفاتو پر زیاتېدو اندیښنه څرګنده کړې.
دفاع وزیر طارق شاه بهرامي څو ورځې مخکې په مشرانو جرګه کې د څرګندونو پرمهال د ملي اردو د سرتېرو د تلفاتو پر زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه.
د حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله هم څو اونۍ مخکې د پولیسو د همغږۍ د نړیوال بورډ په غونډه کې د پولیسو د مرګ ژوبلې د کمولو په خاطر د کورنیو چارو له وزارت څخه د نویو طرحو او کړنلارو د عملي کولو غوښتنه وکړه.
د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال ووټل په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل د امریکا پوځ لاهم هڅه کوي چې افغان ځواکونه پر امنیتي پوستو چې د ده په وینا تل تر ګواښ لاندې دي او طالبان پرله پسې حملې پرې کوي اتکا کمه کړي.
د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې، امریکايي چارواکو په تېرو لږترلږه شپږ کلونو کې افغان چارواکو ته پرله پسې ویلي چې د دې ډول امنیتي پوستو ساتنه ګران کار دی او هڅې یې کړي چې قناعت ورکړي څو له دې پوستو ووځي خو افغان چارواکي یې نه مني او وايي امنیتي پوستې د عامو وګړو د خونديتوب لپاره ډېر زیات اهمیت لري.