زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پنځو هېوادونو ته ځي

په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي، زلمی خلیلزاد نن، پنجشنبه د اکټوبر۴مه، د جنوبي اسیا او منځني ختیځ یوشمېر هېوادونو په رسمي سفر روانېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې زلمی خلیلزاد به افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې دا په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرستې ته دامریکا تعهد څرګندوي.

زلمی خلیلزاد لنډه موده مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې لپاره په روانو هڅو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.

خلیلزاد په افغانستان کې د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالاتو د استازي دندې هم ترسره کړې دي.