د پوهنې رئیس: په ننګرهار کې ۴۶۴ ښوونځي ودانۍ نه لري

د ننګرهار د معارف رئيس وايي، په دې ولایت کې ۴۶۴ ښوونځي او تعلیمي مرکزونه لا هم ودانۍ نه لري.

حسیب الله شینواري نن، پنجشنبه د اکټوبر ۴مه، ازادي راډیو ته وویل چې په ننګرهار کې باید زده کونکو ته د تعلیم لپاره ابتدايي امکانات لکه داسې ښوونځي چې ودانۍ ولري، برابر شي.

حسیب الله شینواري زیاته کړه:

"د افغانستان جمهور رئیس ژمنه کړې چې په نورو څلورو کلونو کې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې چې ښوونځي ودانۍ نه لري، ۶۰۰۰ ښوونځي جوړ شي."

په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څارنې ادارې، سیګار په مکرر ډول په خپلو رپوټونو کې د افغانستان په معارف سیسټم کې د اداري فساد له امله د ملیونونه ډالرو د ضایع کېدو یادونه کړې ده.

د دې ادارې په وینا، د افغانستان د معارف د سیسټم د ښه کېدو لپاره د امریکا مرستې تر ډېره حده د ښوونکو او ښوونځيو پرداسې تشکیل لګېدلي او ضایع شوي چې اصلاً وجود نه لري.