د افغانستان کرکټ لیګ سیالۍ سبا په دوبۍ کې پیلېږي

د افغانستان د کرکټ لومړنۍ نړیوالې سوداګریزې سیالۍ سبا په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

د پریمیر لیګ په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د ۵ واړو لوبډلو افغان او ځينې نړیوال لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي.

اې پي اېل سیالۍ به د پرانېستې ځانګړو مراسمو وروسته د کابل ځوانانو او پکتیا تورو پړانګانو تر منځ په لوبه په رسمي ډول پیل شي.

په لیګ کې د شاوخوا څلوېښتو بهرنیو لوبغاړو د ګډون هم ویل شوي خو پاکستان خپل لوبغاړي په دغه لیګ کې له لوبیدو منع کړي دي.