یو شمېر افغان ښوونکې شکایت کوي چې حکومت له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او دوی له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
د ښوونکي د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره سم په افغانستان کې د ښوونکو د بد وضعیت له کبله پر حکومت انتقادونه مطرح کېږي.
یو شمېر ښوونکې وايي چې د حکومت له ژمنو سره ـ سره لاهم دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګراېوان دي.
دوی وايي، د ښوونکو د وضعیت له ښه کېدو پرته د افغانستان د پوهنې د سکټور په برخه کې پرمختګ نا ممکن دی.
دو تنه ښوونکي محمد افضل او ګل الرحمان قاضي د خپلو ستونزو په اړه وايي:
افغان ښوونکې
"په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په مصرفېدو لاهم د ښوونکو وضعیت بد دی او له دغه حکومتونو دې مسئلې ته هېڅ پام نه دی کړی."
"ښوونکي باید د حکومت لخوا ځینې ضمانتونه ولري، وظیفوي مصؤنیت او د دوی اقتصادي موضوع مهمه ده حد اقل دوی باید د دغه مسلو په اړه اندېښنه ونه لري."
دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکو او په ځانګړې توګه ولسمشر غني په کراتو په افغانستان کې د ښوونکو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ژمنې کړي دي.
د اکتوبر پنځمه هر کال په نړۍ کې د ښوونکې د نړیوالې ورځې په مناسبت لمانځل کېږي او په دغه ورځ د ښوونکې د معنوي ارزښت د درناوي په پار غونډې کېږي.
په کابل کې د پنجشنبې په ورځ هم د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د پوهنې د ملي ائتلاف له لورې غونډه جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د ښوونکو وضعیت ته د نا پاملرنې له کبله پر حکومت انتقاد وشو خو د پوهنې وزارت مرستیال وزیر سردار محمد رحیمي وویل چې دوی په دې برخه کې بې تفاوته نه دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د پوهنې وزارت لکه څنګه چې ژمنه کړې وه او ولسمشر هم ویلي و د سږ کال د میزان د میاشتې څخه رتب معاشات په پام کې نیستي او د ښوونکو امتیازات به زیات شي."
عام هېوادوال بیا وايي حکومت تل ژمنې کړي خو بیا هم ښوونکي له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه ځورېږي.
مغفور الله:
"ښوونکی د معنوی پلار حیثت لري او باید د حکومت ترڅنګ عام خلک یې هم قدر وکړي."
ولي محمد:
"معلم ډېر ستر مقام لري خو له بده مرغه په افغانستان کې د دوی قدر ډېر کم دی."
دا چې حکومت ولې تر اوسه له افغان ښوونکو سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي همدا پوښتنه مو د سیاسي چارو کارپوه محمد شفیق همدرد نه وکړه.
د ښاغلي همدرد په خبره د جګړې دوام د دی لامل شوی چې حکومت خپل ټول پام په جګړې ورټول کړي او د پوهنې سکټور په ګډون په ځینو نورو برخو کې ستونزې په خپل ځای پاتې شي.
راپور: محمد حدیث پردېس