د بدخشان او میدان وردګو د ښاروالانو د مقررۍ حکم ولې نه عملي کېږي؟

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د میدان وردګو او بدخشان د ولایتونو نوي ښاروالان به هم ډېر ژر خپلې دندې پیل کړي.

سره له دې چې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د هېواد شااوخوا ۸۰٪ ښاروالان، د ازادو سیالیو د پروسې له لارې بریالي شوي او خپلې دندې یې پیل کړې دي، خو د بدخشان او میدان وردګو د ولایتي شورا ګانو ځینې غړو ازادي راډیو ته وویل چې په میدان وردګو او بدخشان ولایتونو کې اوس هم د پخوا نیو ښاروالانو د مخالف له امله، نوي ښاروالان نه دي توانېدلي چې خپلې دندې پیل کړي.

د بدخشان د ولایتي شورا منشي احمد جاوید جاوید، په دغه ولایت کې د نوي ښاروال د دندې د نه پیلېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"سیمه ییز حکومت دلته په یو لړ سیمه ییزو نزاکتونو پوهېږي، خلک هم له پخواني ښارواله راضي دي، خو یو بل ورور امتحان ورکړی او کامیاب شوی او راغلی دی، اوس خو د سیمه ییزو نزاکتونو له امله تراوسه معرفي شوی نه دی، دلته یو څه سیمه ییزې ستونزې موجودې دي."

د بدخشان د ولایتي شورا د معلوماتو له مخې د دغه ولایت پخوانی ښاروال نذیر محمد نومېږي، د جهاد په وخت کې قوماندان و او له څو کلونو راهیسې د دغه ولایت د ښاروال په توګه دنده پرمخ بیايي.

دغه شورا وايي، د نوموړي پرځای د ولسمشر اشرف غني په حکم د اسامه بصیر په نوم نوی ښاروال ګمارل شوی خو دغه حکم تر اوسه عملي شوی نه دی.

سربیره پردې د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي عصمت الله عاصم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې د حکومت له خوا د لومړي ځل لپاره یوه ښځه "ظریفه غفاري" د میدان وردګو ولایت د ښاروالې په توګه معرفي شوه خو تر اوسه، د دې د ټاکل کېدو حکم هم نه دی عملي شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"کومه ښارواله چې اوس راغلې ښځینه ده، خو څرنګه چې میدان وردګ ولایت یو ناامنه ولایت دی ښه به دا وی چې د دې پرځای یو نارینه هلته راغلی وای، خو بیاهم که ولسمشر او دولت دغه تصمیم نیولي وي موږ ورته احترام کوو."

د میدان وردګو نوې ښارواله ظریفه غفاري

د میدان وردګو ولایت لپاره د ښاروالې په توګه د ظریفې غفاري له ګمارل کېدو سره، ځینو خلکو مظاهرې وکړې خو د ښاغلي عاصم په خبره د خلکو د مظاهرو هدف په ټولو رسمي اسنادو کې د میدان وردګو د ولایت د نوم بشپړ لیکل او په دولتي ادارو کې د سیمې وړ کسانو ته د دندو متوازن او عادلانه سپارل و.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د خپرونو رئيس او ویاند سید شاه سقیم ازادي راډیو ته وویل چې په چارو کې د لاسمون لپاره د دولت د پرېکړې له مخې تراوسه د هېواد د اکثرو ولایتونو ښاروالان د دوی زده کړو او وړتیا ته په پام نوي شوي چې د بدخشان او میدان وردګو ولایتونو ښاروالان هم په کې شامل دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېره لږه موده کې د افغانستان کابو ۸۰ ٪ ښاروالان بدل شوي چې پوه او د لوړو زده کړو لروونکي نارینه او پیغلې په کې شاملې دي، په تېرو دریو ورځو کې مو د دوی لپاره ملي کنفرانس هم جوړ کړی و، په دوو ښاروالانو کې موږ ستونزه لرو خو ډېره جدي نه ده، ډېر ژربه دواړه ښاروالان په دغو دوو ولایتونو کې معرفي شي."

د ا لومړی ځل نه دی چې د یوه ولایت ښاروال یا کوم بل چارواکی د خپلې دندې له لیرې کېدو سره مخالفت کوي بلکې څو کاله مخکې د هرات ښاروال سره له دې چې له دندې لیرې شوی و خو څو کاله یې د مرکزي حکومت پر وړاندې مقاومت وکړ او خپله دنده یې پرې نه ښوده.

راپور: خان محمد سیند