د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، پهدې هېواد کې د جګړې د خصوصي کولو یا قراردادي کمپنیو ته د افغانستان د جنګ د مسوولیت سپارلو پر ضد به له حلقوي لارو اقدام وکړي.
د ملي امنیت له شورا په خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه د اکټوبر ۴مه، خپره شوه، ویل شوي چې شخصي کمپنیو ته د افغانستان د جګړې سپارل پردې اصل تېری کوي چې افغانان خپله راتلونکې په خپله جوړوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي:
"موږ به اجازه ورنه کړو چې زموږ د مبارزې سپېڅلي ارزښتونه د امتیاز اخېستلو قرباني شي."
په امریکا کې د بلک واټر په نوم د یوې شخصي کمپنۍ مشراریک پرېنس د امریکا حکومت ته وړاندیز کړی چې د افغانستان جګړه په اجاره ورکړي.
خو په نیویارک کې د بشري حقونو د څارنې سازمان، هیومن رايټس واچ له خبرداري سره ویلي چې دا کار به د ملکي افغانانو ژوند ته زیات خطرپېښ کړي.
د امریکا دفاع وزیر او د افغانستان ولسمشر د بلک واټر د مشر له وړاندیز سره سخت مخالفت کړی دی.