پاکستان هیل‌مند دی چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، دا انصاف نه‌دی چې د افغانستان د کمزوري حکومت، فساد او په حکومت کې دننه د اختلافاتو له امله پاکستان ګرم وبلل شي.

شاه محمود قریشي دا خبرې پرون په واشنګټن کې د امریکا د متحد ایالتونو د سولې په انستیټیوټ کې وکړې.

قریشي زیاته کړه چې لا هم افغانستان د ترهګرو ډلو خوندي پناه‌ځای دی او پاکستان هیله مند دی چې په دغه ګاونډي هېواد کې سوله ټینګه شي او دا زموږ ګډ هدف دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل چې د ترهګرو د ریښو د ایستلو قصد لري، خو بې ځایه تورونه پر دوه اړخېزو اړیکو ناوړه اغېز ښندي.

د افغانستان حکومت وایي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو په برخه کې د نوي صدراعظم عمران خان د حکومت له راتګ سره ژمنې کړي دي، خو عملي ګامونه یې نه‌دي اخېستي.