تمه ده چې نن پنجشنبه د افغانستان د اجرائیه رئیس په مشرۍ پلاوی په جاکارتا کې د اندونیزیا له چارواکو سره وګوري.
عبدالله عبدالله پرون په دوه ورځني سفر پلازمېنې جاکارتا ته ورسېد.
ټاکل شوې ده چې دی د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو، د هغه له مرستیال یوسف کالا او د اندونیزیا د علماو شورا له غړیو سره خبرې وکړي.
په دې سفر کې له اجرائیه رئیس سره د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی هم ملګری دی.
د افغانستان د سولې پروسه او له ترهګرو سره مبارزه د اجرائیه رئیس د اندونیزیا د سفر د اجنډا مهم ټکي جوړوي.
د اندونیزیا دیني عالمانو تېرکال د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو ته بلنه ورکړه او په دې درې اړخېزه غونډه کې علماوو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله.