ګلابي څپه: د امریکا په انتخاباتو کې د ښځو زیات ګډون

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې سږکال د هرې بلې دورې په پرتله ډېرې ښځې د استازو مجلس او د سنا لپاره کاندیدشوې دي.

سږکال به د نومبر په ۶مه د امریکا د متحدو ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس د ۴۳۵ او د سنا ۳۵ چوکیو ته انتخابات وشي.

په همدې ورځ به امریکایان د ۳۳ ایالتي مشرانو یا ګورنرانو او وکیلانو د ټاکنې لپاره رایې ورکوي.

په نیوجرسي کې د روګرسپوهنتون د "امریکایي ښځې او سیاست" مطالعاتي مرکز ویلي چې د کانګرس د دواړو خونو لپاره د ښځو کاندیدانو شمېر د تېر وار په پرتله ډېر زیات دی.

په امریکا کې پارلماني انتخابات

د امریکا د استازو مجلس ته ۲۳۹ او سناته ۳۲ ښځې کاندیدانې دي.

سږکال په امریکا کې په پرایمري انتخاباتو کې چې د هر ایالت خلک له سیاسي ګوندونو خپل استازي ټاکي او عموماً جمهوري غوښتونکي اوډیموکراتان وي، په بې ساري ډول ډېرو ښځو برخه اخیستې وه.

د "امریکايي ښځې او سیاست" مطالعاتي مرکز مشرې، جین سینزاک ویلي چې د امریکا په دواړو لویو ګوندونوکې د بل هر کال په پرتله، سږکال د ښځينه کاندیدانو په شمېر کې زیاتوالی د پام وړ دی.

د هغې په وینا، د کانګرس د استازو مجلس ته ډېرې ښځې له دیموکراته ګونده کاندیدې شوې دي.

جین سینزاک ویلي، سږکال په امریکا کې د هغو ښځو شمېر هم زیات شوی چې غواړي په ټاکنیزو پروګرامونو، د سیاسي مجلسونو په جوړولو، انتخاباتي کمپاینونو او له دې سره په تړلو قوانینو وپوهېږي.

رېسپونسیف پوليټیکس تحقیقاتي مرکز په یوه رپوټ کې ویلي چې په انفرادي ډول، ډېرو ښځو سږکال د ډیموکرات ګوند له کاندیدانو سره مالي مرسته کړې.

خو په ګروپي ډول له جمهوري غوښتونکي ګونده ښځو د نارینه کمپاین کونکو په پرتله ډېرې پيسې را غونډې کړې دي.

د "امریکايي ښځې او سیاست" مطالعاتي مرکز مشرې، جین سینزاک ویلي چې په کانګرس او ایالتي اسامبلو کې له غړیتوب سره د ښځو دعلامندۍ زیاتوالي سږکال د سیاسي کمپاینونو شمېر هم زیات کړی دی.

په دې انتخاباتو کې د ښځو ونډه ډېره ده

مېرمن سېنزاک ویلي:

"ښځې سږکال پرته له دې چې په قالب کې د ځان جوړولو هڅه وکړي، انتخاباتي کمپاینونه چلوي، هغوی پر داسې مسئلو ږغېږي لکه د جنسي تشدد شخصي تجربه، د کوچنیانو روزنه او کار کول، ولې یوه مور کولائ شي چې ښه وکلات وکړي او ولې د پالیسي جوړولو په وخت کې ښې پرېکړې کولائ شي."

په هغه سروې کې چې پیو PeW تحقیقاتي مرکزسږکال په اګست میاشت کې خپره کړه، ویل شوي چې زیات امریکائیان له دې چې ډېرو ښځو په انتخاباتي مبارزو کې ګډون کړی، خوشحاله دي.

د امریکا په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون زیاتېدل د امریکا د جمهوري ریاست چوکۍ ته د ډونالد ټرمپ د انتخابېدو په ګډون، مختلف لالیل لري.

په امریکا کې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال، له یوه خبریال سره د ټرمپ د داسې مکالمۍ ویډیو خپره شوه چې دښځو په اړه یې سپکې اوله توهینه ډکې څرګندونې کړې وې.

خو ډونالد ټرمپ د انتخاباتو په ورځ د دیموکرات ګوند کاندیدې، هلري کلنتن ته ماته ورکړه.

د ۲۰۱۷ مېلادي کال د جنورۍ په ۲۰مه، د ډونالد ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ وروسته، ملیونونه امریکائیانو چې اکثر ښځې وې، په واشنګټن او نورو لویو ښارونوکې د ټرمپ پرضد مارش وکړ.

تردې وروسته په امریکا کې له ښځو سره د جنسي زیاتي پرضد انټرنټي کمپاین #MeToo پېل شو چې د جین سینزاک په وینا، ډېرې امریکایانې يې سیاسي مبارزې ته متوجه کړې.

د جنسي تشدد پرضد په دې کمپاین کې ډېرو پېژندل شوو هنرمندانو، لیکوالانو او د نورو مسلکونو خاوندانو ښځو د هغو سړیو نومونه خپاره کړل چې جنسي زور او زیاتی يې ورسره کړی او هرې یوې د خپلې تجربې په اړه خبرې وکړې.

له دې کمپاین سره په امریکاکې د سیاستوالو، لیکوالانو، ژورنالیستانو اوپېژندل شوو هنرمندانو په ګډون ډېر نارینه رسوا شول، چوکۍ یې له لاسه ولاړې او حتا د جنايي تحقیقاتو لپاره ځانګړو ادارو ته ور وپېژندل شول.

خو د جین سېنزاک په وینا، د دې ترڅنګ نور مسایل هم شته چې په امریکا کې یې زیاتې ښځې سیاسي مبارزې ته تشویق کړې دي.

د بېلګې په ډول، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې دې جنجال پارونکې پرېکړې چې له مکسیکو سره په سرحد کې يې غیرقانوني مهاجرین د هغوی له کوچنیانو څخه جلا کړل، پر ډېرو ښځو اغېز وکړ.

ډونالد ټرمپ

د امریکا د سترې محکمې د قضائیه پلاوي د غړیتوب لپاره د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ پر کاندید، قاضي برت کوېنا د جنسي تشدد تور پورې کېدو هم ملیونونه امریکایانو ته ټکان ورکړ.

پر قاضي کوېنا د هغه د ښوونځي یوې همصنفۍ، ډاکټرې کرستین بلاسي فورد تور پورې کړی چې درې لسیزې مخکې، په ۱۵کلنۍ کې یې جنسي زیاتی ورسره کړی او روحاً یې ځورولې ده.

کرستین فورد د سپټمبر په ۲۷مه نېټه، د امریکا په سنا کې چې د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې ده، د قاضي کوېنا پر ضد په یوه فوق العاده غونډه کې شاهدي ورکړه.

خو برت کوېنا یې تورونه رد کړل.

ملیونونه امریکایانو د سنا د قضائیه کمېټې دا غونډه پر ټلوېزیونونو وکتله.

د "امریکايي ښځې او سیاست" مطالعاتي مرکز مشرې، جین سینزاک ویلي چې دې ټولو مسئلو په امریکا کې "داسې سیاسي فرهنګ رامنځ ته کړی چې ښځې بلاخره د قدرتمندو سړیو له زور زیاتي د عدم رضایت او مخالفت څرګندونه په کې کوي. "

د امریکا په متحدو ایالاتو کې تقریباً ۲۷ کاله مخکې هم د کلارېنس توماس په نوم یو قاضي د سترې محکمې د قضائیه پلاوي د غړیتوب لپاره کاندید و چې د انیتا هېل په نوم ېوې ښځې د جنسي زور او زیاتي تور ورباندې ولګاوه.

په ۱۹۹۲ میلادي کال کې، د امریکا د سنا په مجلس کې د کلارېنس توماس د انتخاب په اړه بحثونو هم د ډېرو امریکایانو پام ځان ته ور اړولی و.

تر هغې پېښې یو کال وروسته، دامریکا د سنا او استازو مجلس ته د ښځو کاندیدانو شمېر په بې ساري ډول زیات و او هغه کال په امریکا کې د "ښځو کال" وبلل شو.