میراحمد یاد: په پښتو کې د ژباړې بهیر له پخوا چټک شوی دی

د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:

د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي برابر کړي.

د نښتر دودیزې مشاعرې په اړه اصیل ځاځي راپور جوړ کړی.

په هنر جاج کې له شاعر او ژباړن میر احمد یاد سره په پښتو ژبه کې د ژباړې په اوسني وضعیت خبرې کوو.

په فنکار برخه کې غزني ته تللي یو او له خوږ ژبي ترنم ویونکي احسان الله احسان سره د هغه په هنر غږېږو.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه پېسې واورئ.

په ادب جام کې به د پښتو ادبي تاریخ د منځنۍ دورې شاعر، لیکوال او د وخت رهبر بایزید روښان احوال واورئ.

او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د دولسم سرود دویمه برخه واورئ.

لیکوال او جوړونکي: پوهنیار محبوب شاه محبوب

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي راډیو يي مجله