د غزني اوسېدونکي شکایت لري چې د دغه ځای په ملکي روغتون کې ناروغاتو ته چندان پاملرنه نهکېږي او درمل یې د روغتون د ډاکټرانو له لوري پلورل کېږي او دوی ته نه ورکول کېږي.
دوی زیاتوي، پهدغه روغتون کې له ناروغانو سره د مور او مېرې د سلوک ترڅنګ د ډاکټرانو د دغه ناوړه چلند له امله خلک په نیستمن حالت کې شخصي روغتونونو ته ځي.
دغه روغتون ته راغلي کسان وايي:
"رنځوران په کتار ورته ناست وي، خو دوی په خپله مخه تللي وي."
که دغه کسان د ډاکټرانو د پر وخت نه راتګ خبره کوي، خو ډېری نور بیا د ډاکټرانو له لوري د کار نه خلاصولو څخه سرټکوي.
دا چې په دغه روغتون کې د زیاتې ګڼې ګوڼې او تر ټاکلي حد د زیاتو ناروغانو درملنه کېږي، نو ځینو نورو کسانو بیا له خلکو سره د چندان ښې رویې نه کولو ترڅنګ ازادي راډیو ته وویل:
"ډاکټران ناروغان له ملکي روغتونه شخصي کلنیکونو ته ور بولي، څو یې هلته تداوي کړي او پېسې ورڅخه واخلي."
که ډېری کسان په دغه ملکي روغتون کې د ډاکټرانو او د روغتون د کارکوونکو له ناسم چلنده سرټکوي، خو ځینې کسانو بیا ازادي راډیو ته وویل، د ډاکټرانو له کړنو خوښ او درملنه یې کېږي.
د دغه روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت ازادي راډیو ته د دغه کسانو شکایت بې ځایه وباله او ویې وویل:
"د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله به ډاکټران ځینې وخت کوتاهي کوي، خو بیا یې هم له خلکو سره چلند د ستاینې دی."
د غزني دولتي چارواکي هم په ملکي روغتون کې دا ستونزې مني، خو وايي غم به یې وخوري.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل:
"هڅې روانې دي چې دغه شفاخانه هم د لومړي درجې ولایت د شفاخانې په رنګه مجهز کړي."
په غزني کې د ولسي خلکو ترڅنګ مدني فعالان هم په روغتون کې د ډاکټرانو له کړنو ناخوښ او دغه روغتون د مافیا په لاس کې لویدلی عمل ګڼي.
مدني فعال نظر افغان وايي:
"ناروغان خپلو شخصي روغتونو ته لېږل، د درملو پلورل، ډاکټران په خپلو شخصي معاینهخانو کې ټوله ورځ کار کول او داسې نور هغه مشکلات دي چې زموږ ښاریان ورسره لاس او ګریوان دي، که د روغتونو دغه سیسټم سم نهشي ستونزې به ورسره ډېرې شي."
د غزني ملکي شفاخانه چې د غزني د ۱۸ ولسوالیو سره-سره له څنګلورو ولایتونو څخه هم ورته ناروغان راوړل کېږي او پهدغه ځای کې د نظامي شفاخانې د نه شتون له امله د ولسي خلکو ترڅنګ نظامي کسان هم په کې تداوي کېږي چې د دغه روغتون د ډاکټرانو په وینا د روغتیا وزارت له لوري په میاشت کې له ورکړل شوې شمېرې د اتو زرو زیاتو کسانو درملنه کوي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر-غزني