د امریکا، کاناډا او فرانسې ساینس پوهانو د نوبل د فزیک جاېزه وګټل

د امریکا، کاناډا او فرانسې ساینس پوهانو ته نن د نوبل د فزیک جاېزه ورکړ شوه.

د سویډن د ساینس شاهي اکاډمۍ نن، سې شنبه د اکټوبر ۲مه، اعلان وکړ چې د ساینس پوهانو دې درې کسیزې ډلې د لېزر فزیک په برخه کې مهم پرمختګ ته لاره هواره کړې ده.

په ګټونکو کې دوه نارینه دي او یوه ښځه ده.

کاناډايۍ ساینس پوه، دونا سترکلند دریمه ښځه ده چې د فزیک نوبل یې ګټلی دی.