د ځینو دولتي ادارو لخوا د نړیوالو معاهداتو پر څرنګوالي د بهرنیو چارو وزارت انتقاد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چاروو زارت، د ځینو دولتي ادارو له خوا، د نړیوالو معاهداتو د کولو پرڅرګندوالي انتقاد کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو هوکړو د مراحلو په طی کولو کې د دولتي ادارو پر مسؤلیت منلو ټینګار کوي وايي، په دې برخه کې باید هر اړخیزه همکاري موجوده وي.

د دغه وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د سې شنبې په ورځ د"د نړیوالو معاهداتو د انعقاد مراحل له طی کولو نه تر اجراء‌ پورې" په نوم په یوه سیمینار کې وویل، د نړیوالو هوکړو د مراحلو د طی کولو په څرګندوالي کې ستونزې موجودې دي.

ده د دغو ستونزو یوې برخې ته داسې اشاره وکړه:

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی

"د اړوند ادارو د نظر غوښتنې پروسې ډېر وخت ونیوی، ځینو ادارو په ملي ژبو د خپلو کاري ساحو د معاهدو د نسخو په چمتو کولو کې، لازمه همکاري نه ده کړې، د نړیوالو معاهداتو د قانون له مخې هره معاهده باید په یوې ملي ژبه لاسلیک شي خو په خواشينۍ سره دا موضوع په پام کې نه ده نیول شوې، ځینې چارواکي داسې اسناد لاس لیک کوي چې متن یې اصلاً نهايي شوی نه دی."

ده د لاسلیک کولو په برخه کې د همغږۍ نشتوالی او د معاهدو په پلي کولو کې پر نه پاملرنه هم انتقاد وکړ او دغه موضوع یې یوه بله ستونزه وبلله.

د بهرنیو چارو د وزارت په دغه سیمینار کې د نورو وزارتونو استازیو او د ملي شورا ځینو غړیو هم برخه اخیستې وه.

د عدلې وزارت د قوانینو او حقوقو د ریاست مرستیال قهار اصفي انتقاد وکړ ویې ویل، د معاهدو متن چې د ملي شورا له تصویب او د ولسمشر تر توشیح وروسته په پښتو، دري او انګلیسي ژبو په رسمي جریده کې خپرېږي یو له بل سره سمون نه لري له همدې امله د معاهدو خپرول ځنډېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په وروستیو څو کلونو کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې یو شمېر معاهدې لاسلیک کړي چې د ملي شورا له تصویب او د ولسمشر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپرې شوې دي.

په دغه سیمینار کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي داود کلکاني انتقاد وکړ چې د معاهدو په ژباړه کې ستونزه وي خو د بهرنیو د وزارت له خوا ورته پام نه دی شوی:

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی داود کلکاني

​"​په خواشينۍ سره چې د معاهدو پښتو ژباړه ولسي جرګه ته رسېږي، ټوله نیمګړي وي او دا زموږ لپاره ستونزه ده، بله داچې ادارې د بهرنیو چارو له وزارت سره همغږي نه لري، کله چې معاهده موږ ته رارسېږي، د بهرنیو چارو وزارت ترې خبر نه وي."

بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې د بهرنیو اړیکو معاونیت وايي، ځینې چارواکي له هېواده بهر د بهرنیو چارو وزارت د استازي له موجودیته پرته معاهدې لاسلیکوي چې دا یوه جدي ستونزه ده او اسناد یې نیمګړي وي.

د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر وايي، دغه ستونزې د یو تقنیني سند د نه لرلو له امله پیدا کېږي او د بهرنیو چارو وزارت یې باید جوړ کړي.

دی وايي، د داشان یو تقنیني سند موجودیت چې موضوعګانې سره تنظیم کړي، د نړیوالو معاهدو ستونزې او ګډوډي له منځه وړلی شي.

راپورخان محمد سیند.