نا څرګندو وسله والو کسانو په فاریاب کې یوه ځوانه ښځه غرغره کړې ده.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند، کریم یوریش نن، سې شنبه د اکټوبر ۲مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې وژل شوې ښځه فرزانه نومېده.
د کریم یوریش په وینا، حمله کونکو هغه سخته وهلې او بیا یې غرغره کړې ده.
یوریش ویلي چې د پېښې په اړه څېرڼې کېږي.
په فاریاب کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر ویلي چې د وروستي قتل په ګډون، د روان کال له پیل راهیسې په فاریاب کې د ښځو د ځان وژنې او قتل ۲۶ پېښې يې ثبت کړې دي.