د افغانستان مشرانو جرګه وايي چې د افغان طالبانو او د افغانستان د ثبات په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ضد او نقيضې څرګندونې پر دغه هېواد د نړیوالو د زیات فشار ښکاره نښه ده.
د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، پاکستان اقتصادي، سیاسي او نړیوالو فشارونو له ورخطايۍ سره مخ کړی او چارواکي یې په یو وخت کې د افغانستان په اړه ضد او نقيضې څرګندونې کوي.
د دغې شورا دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پاکستان ځکه د افغانستان په اړه ضد او نقيضې څرګندونې کړي چې ځان له انزواله خلاص او یو ځل بیا افغانان او نړیوال تېرباسي.
دی وایي:
"په پاکستان فشارونه زیات شوي، د افغانستان په اړه ضد او نقيضې څرګندونې کوي، کله په ځان او کله په بل چا انتقادونه کوي، له داسې څرګندونو معلومېږي چې پاکستان په خپل ځان له طالبانو د ملاتړ شاهدي ورکوي."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له فاکس نیوز سره په مرکه ویلي، په پاکستان باندې د افغانستان د بې ثباتۍ ناعادلانه تور لګول کېږي.
بل خوا ښاغلي قریشي په دې وروستیو کې ویلي وو چې پاکستاني جنرالانو د پاکستان د ګټو په خاطر له طالبانو ملاتړ کړی دی.
د نړیوالو چارو یوشمېر افغان کارپوهان وايي، له طالبانو د پاکستان له ملاتړه سترګې نه شي پټېدای.
د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم له زادي راډیو سره په خبرو کې په لنډه موده کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ضد او نقيضې څرګندونې د لوبې د بایلودو په معنی بولي.
نوموړي وویل:
"کله چې محمود قریشي په یو وخت کې دوه ډوله خبرې کوي، دا په خپل ذات کې د لوبې بایلوده دي، دوی هڅه کوي چې لوبه وګټي، خو برعکس لوبه بایلي، په نړیواله کچه په ډيپلوماسۍ کې چې کله باور له منځه ولاړ شي، د هغه رغېدل د دوو کسانو خبره نه، بلکې د دو هېوادونو خبره وي چې بېرته رغېدل یې ستونزمن وي."
د پاکستان د بهرنیو چاو وزیر ویلي، پاکستان به له هغه نفوذه په استفادې چې په طالبانو یې لري، هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي.
محمود قریشي ویلي، له بل هر هېواد وړاندې باثباته او سوله ییز افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، پاکستان تل په دا ډول څرګندونو سره هڅه کړې چې افغانان او د افغانستان په مسایلو کې ښکېل نړیوال تېرباسي او هر څه د ځان په ګټه وڅرخوي.
خو انتظار خادم وايي، پاکستان باندې هر ډول لارې تړل شوي، یوازنۍ لاره چې پاکستان یې باید خپله کړي، هغه د افغانستان په ثبات کې صادقانه همکاري ده.
راپور: رحمت الله افغان