یوې جرمنۍ محکمې بلجیم ته د یوه ایراني ډیپلومات د سپارلو موافقه وکړه

یوې جرمنۍ محکمې بلجیم ته د یوه ایراني ډیپلومات له سپارلو سره موافقه وکړه.

دا ایراني ډیپلومات چې د اروپايي پولیسو له خوا یې د نیولو امر شوی، تورن دی چې د پاریس په څنډه کې یې د ایران د رژیم د مخالفو ایرانیانو په یو غونډه کې د بم ایښودنې په یوې ناکامې هڅې کې لاس درلود.

د جرمني د بمبرګ عالي محکمې نن دوشنبه په یوې اعلامیې کې وویل چې بلجیم ته په ویانا کې د ایراني ډیپلومات اسدالله اسدي د سپارلو سره موافقه شوې ده.

د دې اعلامیې پر بنسټ، اسدالله اسدي نه شي کولای چې د ډیپلوماتیک مصؤنیت څخه ګټه واخلي، ځکه نوموړی له خپل میزبان هېواد اتریش څخه بهر په رخصتۍ و او خپل اصلي هېواد ایران ته یې هم سفر نه کاوه.

جرمني پولیسو دا ایرانی ډیپلومات د روان کال د جولای په میاشت کې د پاریس په څنډه کې د بم اېښودنې په هڅه کې د لاس لرلو په تور ونیوه.

اسدالله اسدي د د دوو نورو ایرانیانو چې ښځه او خاوند وو او موټر کې یې قوي چاودېدونکي مواد موندل شوي وو، له نیول کېدو وروسته ونیول شو.