د پاکستان په کشمیر کې یو هلیکوپټره په ډزو ویشتل شوې

د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر د سیمې مشر وایي چې هندي ځواکونو د کنټرل لاین له اخوا پرون یکشنبه د ده هلیکوپټر په ډزو وویشته.

د ازاد کشمیر صدراعظم فاروق حیدرخان په یوه بیان کې وویل چې د هند پوځ ډزې وکړي څو داسې وښيې چې پاکستان د دوی له هوایي قلمروه سرغړونه کړې ده.

خان وویل، کله چې دغه ډزې وشوې د ده ملکي هلیکوپټر د دوی په خپل هوايي قلمرو کې وه.

د هند د پوځ ویاند ډګرمن دویوندر اناند Devender Anand تأیید کړه چې د هند ځمکنیو ځواکونو پرون مازدیګر پر دغې هلیکوپټر ډزې کړې وې.

د هغه په وینا د پاکستان دې هلیکوپټر د هند تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر په پونچ سیمه کې د کنټرول د کرښې په اوږدو کې د هند له هوایي قلمروه سرغړونه کړې وه.

خان ته په دې پېښه کې چې ښایي د دواړو هېوادونو اړیکې لا کړکېچنې کړي، زیان نه دی رسیدلی.