اندونیزیا نن دوشنبه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په هغه ټاپو کې چې د وروستۍ زلزلې او سونامې له امله لږ تر لږه ۸۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د ژغورنې او د لومړنیو موادو رسولو په چارو کې ورسره مرسته وکړي.
د اندونیزیا ولسمشریوکو ویدودو Joko Widodo وویل، ژغورونکي په عاجله توګه درنو وسایلو ته اړتیا لري چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې د بند پاتې شوېو ژوندیو کسانو پسې کېندنې وکړي.
درې ورځې مخکې د ریښتر په کچه ۷،۵ درجې زلزلې او سونامي د سولاویسي ټاپو وځاپه.
د اندونیزیا ولسمشر دغه راز وویل چې سیمه د سوند موادو، برښنا او د خوراکي موادو له کمښت سره ځکه مخامخ شوې چې اکثره دوکانونه د دغه طبیعي ناورین له امله تړل شوي دي.
په عین حال کې کارګرو نن د سلګونو قربانیانو د ښخولو لپاره قبرونه وکیندل. تر ټولو زیات کسان د دې ټاپو په پاولو ښارکې وژل شوي دي.
چارواکو ویلي چې تر اوسه د دې ټاپو ډېرو سیمو ته لارې نه دي پرانېستل شوي.
سور صلیب اټکل کوي چې دغه ناورین به یو میلیون او ۶ سوه زره کسان زیانمن کړي وي.