افغان حکومت وايي، اوس چې پاکستان د افغان جګړې سیاسي حل غواړي ښه ده چې له ترورېزم سره په مبارزه او د سولې او ثبات په هڅو کې خپله همکاري ثابته کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي دا خبره پرون یکشنبه وروسته له هغه ازادي راډيو ته وکړه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ملګرو ملتونو کې وویل چې پاکستان د افغان جګړې سیاسي حل غواړي.
ښاغلي احمدي زیاته کړه:
"هیله مند یو چې پاکستانیان لږ تر لږه وروسته له دې چې دې درک ته رسیدلي وي، له ترورېزم سره په مبارزه او سولې ته د رسېدو په برخه کې له موږ سره صادقانه همکاري وکړي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې د افغانستان د ناکرارۍ په خاطر پاکستان هم زیانمن شوی.
خو له هغې مخکې د افغان حکومت اجرائیه رئیس هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا کړې وه او ګاونډیان په خاصه توګه پاکستان یې له ترورېزم سره په نه همکارۍ تورن کړی و.