په اندونیزیا کې له یوې زلزلې وروسته د رامنځته شوې سونامي یا سمندري توپان د مړو شمېره د یکشنبې په ورځ لوړه شوه او چارواکو د ۸۳۲ مړینه تأیید کړه.
د راپورونو له مخې د اندونیزیا په پالو ښار کې- چې د جمعې ورځې په سونامي کې تر ټولو زیات ځپل شوي لسګونه کسان اوس هم د دوو هوټلونو او یوه مارکېټ د ویجاړو ودانیو تر کنډوالو لاندې ګېر پاتې دي.
دا او نورې ودانۍ په هغه سونامي کې ویجاړې شوې چې په سمندر کې د ریښتر په مقیاس د ۷،۵ درجې سختې زلزلې له کبله رامنځته شوه او د څپو لوړوالی یې له ۶ مترو اوښت.
په دې اړه نور:
اندونیزیا کې زلزله او سونامي ځپلو سيمو ته مرستې دوام لريد اندونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا ویلي چې د تلفاتو شمېر ښايي زرګونه خلکو ته ورسېږي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې ملي اداره وايي، له مصیبت ځپلو خلکو سره د مرستو هڅې روانې دي، خو ډېر خنډونه هم شته.
د دې ادارې ویاند سوتوپو پوروُو نوګروهو «Sutopo Purwo Nugroho» پهدې اړه رویټرز خبري اژانس ته وویل:
سوتوپو پوروُو نوګروهو
"اټکل کېږي چې د مړو شمېر ښايي زیات شي، خو له دې سره -سره هیلهمند یو چې داسې به ونهشي. موږ وضعیت ته ګورو ځکه هلته لاهم ناپېژندل شوي او تر کنډوالو لاندې مړي پاتې دي. همدا راز زموږ ټیمونه تراوسه لېرې پرتو سیمو ته نهدي رسیدلي."
که څه هم تر ټولو زیاته تأیید شوې مرګ ژوبله په پالو ښار کې پېښه شوې ده، خو چارواکي وېره لري چې دا شمېره ښايي وروسته له دې چې له لېرې پرتو سیمو د تلفاتو راپورونه راشي، نوره هم زیاته شي.
په تېره د دونګالا «Donggala» په نوم د پالو په شمال کې له هغې سیمې چې شاوخوا ۳۰۰ زره وګړي لري.
دونګالا ته نېژدې دوه نورې ولسوالۍ چې د زلزلې مرکز ته نېژدې پرتې دي هم په خطر کې دي.
د مرستندویو ټولنو چارواکي وايي چې له مصیبت ځپلو سیمو سره تماسونه نشته، د برښنا مزي پرې شوي او دوی نه پوهېږي چې هلته څه روان دي.
سره صلیب: سونامي هسې هم یوه تراژيدي پېښه کړې
ویل کېږي زیات شمېر کسان اوس هم لادرکه دي. پهدې ډله کې پنځه بهرنیان- چې درې د فرانسې، یو د جنوبي کوریا او یو د مالیزیا وګړي دي، هم شامل دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې له دونګالا سیمې څخه یې هېڅ معلومات نهدي ترلاسه کړي.
سره صلیب په یوه بیان کې ویلي چې سونامي هسې هم یوه تراژيدي پېښه کړې خو دا تراژيدي ښايي نوره هم پراخه شي.
د راپورونو له مخې د اندونیزیا د مالیې وزیر ویلي چې حکومت له مصیبت ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۳۷ نیم میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.