د اندونيزيا چارواکي وايي چې د زلزلې او سونامې طوفان په نتيجه کې د مړو شمېر له٨٠٠ کسانو اوښتى دى.
دوى وايي، په سولا ويسي ټاپو کې د دې طبيعي افت په نتيجه کې ښايي د مړو شمېر تر دې زيات وي.
د اندونيزيا د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې وياند سوتوپو پورو نوګروهو نن يوه کنفرانس ته وويل:
”د انډونيزيا د لوېديځ پر ځايي وخت د ماسپښين تر يوې بجې پورې ټولټال د ٨٣٢ کسانو مړينه تأييد شوې ده.“
ښاغلي نوګروهو وويل، د طبيعي افت له کبله د ځپل شوې ټاپو ګڼو سيمو ته لاسرسى محدود دى.
د جمعې په ورځ ساحلي ښار پالو ته نېږدې د رېښتر په مقياس ٧ اعشاريه ٥ درجې زلزلې سولا ويسي ټاپو وځپله.
تر زلزلې وروسته سونامي طوفان راغى چې څپې يې ٦ مترو ته رسېدې او پالو ښار يې وځاپه چې د اوسېدونکو شمېر شااوخوا درې نيم لکه کسانو ته رسېږي.
د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا ويلي، له لېرې پرتو سيمو چې ارتباطات ورسره پرې شوي، د خبرونو له ترلاسه کېدو وروسته ښايي د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسېږي.